زمونږ په اړه
د افغانستان د کارآفرینی او ډیجیټالی کولو مرکز د نوښت او تشبث د ودې د لیدلوري لاندې رامنځته شوی او ژمن دی چې ګډونوالو ته هغه وسایل او سرچینې برابر کړي چې هغوی ته په چټک بدلېدونکي ډیجیټل چاپېریال کې د بریا زمینه برابرو کړی.
مونږ ځوک یو؟
مونږ د افغانستان ځوانانو او ښځو نه ملاتړ کوو تر څو پایداره ډیجیټالی تجارتونو رامنځته کړی.
زموږ مأموریت:
“په افغانستان کې د یو غوړېدونکي تشبث ایکو سیستم جوړول، د نوښت پالنه، د ډیجیټل نوښتونو نه ملاتړ، او د ځوانو متشبثینو پیاوړي کول ترڅو په خپلو ټولنو کې مثبت اغېز رامنځته کړي.”
زموږ لیدلوری:
“افغانستان د ډیجیټل تشبث د یو مرکز په توګه معرفي کول، اقتصادي وده او تخنیکي پرمختګ ته وده ورکول.”
زموږ اساسي ارزښتونه:
- نوښت
- همکاري
- پیاوړتیا
- صداقت

رمونږ په اړه
خپل د خوبونو تجارت پیل کړئ
ستاسو طرحی حقیقت ته بدلیږی!
د افغانستان د کار آفرینی او ډیجیټالی کولو مرکز ژمن دی چې د افغان ځوانانو او ښځو ملاتړ وکړي ترڅو خپلې نوښتګرې نظریې په بریالیو ډیجیټل سټارټاپونو بدل کړي. د روزنې، لارښودنې او تمویل له لارې، موږ د یو دوامداره ایکوسیستم رامنځته کولو ته ژمن یو، چې اقتصادي وده او تخنیکي پرمختګ ته وده ورکړي
مونږ څه کوو؟
د افغانستان د کارآفرینی او ډیجیټالی کولو په مرکز کی موږ د یو غوړېدونکي تشبث ایکوسیستم جوړولو ته متمرکز یو.
- د سوداګرۍ پراختیا په کلیدي برخو کې د ظرفیت جوړونې وړاندې کول.
- د صنعت کارپوهانو لخوا شخصي لارښودنه وړاندې کول.
- د متشبثینو ملاتړ د فرصتونو او د بنسټیز تمویل سره.
د رهبریت پیغام
درنو کتونکو،
د افغانستان د کار آفرینی او ډیجیټالی کولو مرکز ته ښه راغلی!
په ډیر ویاړ او خوښۍ سره موږ دا نوښت د گلوریا مشورتي شرکت لاندې وړاندې کوو چې د افغان ځوانانو او ښځو ته د خپلو نوښتګرې نظریاتو د ډیجیټال سوداګریو بدلېدو توانمندي ورکوي. د افغانستان د کار آفرینی او ډیجیټالی کولو په مرکز کې، موږ د افغانستان د متشبثینو نا محدوده وړتیا ته باور لرو چې پرمختګ رهبري کوي، فرصتونه جوړوي، او زموږ د هېواد لپاره روښانه راتلونکی جوړوي.
زموږ مأموریت د نوښت او تشبث د پالنې پر بنسټ دی، چی د پراخو روزنې، شخصي لارښودنې، او اړینو تمویلاتو له لارې تر سره کیږی. زموږ هدف د یو غوړېدونکي سټارټاپونو ایکوسیستم جوړول دي چې د افغانستان د اقتصادي ثبات او ډیجیټالی بدلون ته مرسته وکړي.
لکه څنګه چې موږ دا سفر په ګډه تیروو، موږ د شمولیت، پایداري، او کمال ته ژمن پاتې کیږو. که تاسو یو هیلمن متشبث یاست، یا د نوښت ملاتړ کوونکی یاست، موږ تاسو ته بلنه درکوو چې د افغانستان د ډیجیټالی تشبث په راتلونکي کې زموږ سره یوځای شئ.
له دې امله چې تاسو زموږ د لیدنې برخه یاست او د افغانستان د کار آفرینی او ډیجیټالی کولو مرکز پروژې ملاتړ کوئ، مننه کوو. په ګډه، موږ کولای شو د پام وړ لاس ته راوړنې ترلاسه کړو